هرات کې یو سړي خپله میرمن وژلې

comments 0

0 Views

هندوکش – هرات: د هرات پولیس وایي، هرات ښار کې یوه میرمن د خپل میړه له لوري وژل شوې ده .
د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده وايي، پيښه تېره شپه د نهمې ناحیې اړوند په حوض کرباس سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړی وايي، دغه میرمن د خپل میړه له لوري زندۍ شوې او مړه شوې ده.
د ولي زاده د مالوماتو له مخې د میرمنې عمر د دیرش کالو په شاوخوا کې دی او میړه یې تښتیدلی، خو پولیس یې نیولو هڅه کوي.
تراوسه نه ده مالومه چې سړي خپله میرمن ولې وژلې، خو لومړني مالومات ښيي چې پېښه د کورني تاوتریخوالي له کبله رامنځ ته شوې ده.
امیر حسین سلجوقی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply