هرات کې په ملکي وګړو چاودنه شوې

comments 0

10 Views

هندوکش – هرات:د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې چاودنې له شلو زیات کسان مړه کړي او ټپيان کړي.
چاودنه په یوه ریکشا کې د چاودیدونکو توکو له کبله وه چې تېر مازیګر مهال د شینډنډ په بازار کې شوې.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وایي، چاودنه کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او اوه نور ټپيان دي.
خو عیني شاهدانو بیا ویلي چې شلو زیات کسان په چاودنه کې وژل شوي او ټپيان دي.
د چاودنې هدف نه دی مالوم او نه هم کومې وسله والې ډلې د چاودنې مسوولیت منلی دی، خو د پېښې ځینو عیني شاهدانو دا کار د طالبانو یاد کړی دی.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments