هرات کې وچکالۍ ځپلو سره مرسته کیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – هرات : په پام کې ده چې هرات کې د وچکالۍ له امله د درېوو ولایتونو بې ځایه شويو کورنیو سره د زر ټنه غنمو مرسته وشي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني، په هرات کې د فراه، غور او بادغیس ولایتونو بې ځایه شويو کورنیو سره د مرستې په پار زر ټنه غنم ځانګړي کړي.
بې ځایه شوې کورنۍ وایي، بیړنیو مرستو ته اړتیا لري او باید حکومت ورته پاملرنه وکړي.
د کرنې وزیر نصیر احمد دراني د هرات د کرنې ریاست او د سیلو مرکز ته سپارښتنه کړې، چې پر درې زره بې ځایه شويو کورنیو دې زر ټنه غنم ووېشي.
امیرحسین سلجوقی

Share this page to Telegram

Comments