هرات کې میرمنو سرتېرو ته وینه ورکړه

comments 0

2176 Views

هندوکش – هرات: هرات کې افغان میرمنو د افغان ځواکونو ټپي شویو سرتېرو ته وینه ورکړه.

د وینې د ورکړې دا اوونیز پروګرام د افغان ځواکونو د اوونۍ د ملاتړ په موخه پيل شوی چې زیات شمېر وینه به پکې خلک د افغان ځواکونو لپاره ورکړي.

ښځو ژمنه کړې چې د افغان سرتېرو سره به کلک ولاړ وي او اجازه به ور نه کړي چې څوک یې پروړاندې سخته لهجه وکاروي.

میرمنو له نارینه او نورو میرمنو هم غوښتي چې د افغان ځواکونو د اوونۍ په مناسبت خپله وینه ټپي سرتېرو ته ورکړي.

افغان ځواکونو د میرمنو د دې اقدام هر کلی کړی او ډاډ یې ښودلی چې د هېواد د دفاع لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.

امیر حسین سلجوقي

 

Share this page to Telegram

Comments