هرات کې میرمنو د سولې او اوربند غوښتنه کړې

comments 0

55 Views

هندوکش ـ هرات: په هرات ولایت کې سلګونو میرمنو د یوې جوړې شوې غونډې په ترڅ کې د سولې او اوربند غوښتنه کړې او د جګړې له ښکیلو غاړو په ځانګړي ډول له طالبانو څخه یې غوښتي دي،چې د سولې په ملي پروسه کې د میرمنو ته ونډه ورکړي او د دوی لاسته راوړنې له پامه ونه غورځوي.
دوی زیاتوي،مونږ په هېواد کې تکړه او پیاوړې میرمنې لرو،چې کولای شي د میرمنو ښه استازولي وکړي.
د یادونې وړ ده،چې په دې ورستیو کې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د سولې په ملاتړ غونډې جوړیږي او له طالبانو څخه د اوربند غوښتنه کوي.
امیرحسېن سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments