هرات کې طالبان وژل شوي

comments 0

145 Views

هندوکش – هرات: د هرات اوبې ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته کې نهه طالبان وژل شوي او دوولس نور ټپیان دي.
د هرات دامنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده وایې طالبانو تېره ورځ د اوبې ولسوالۍ پریوشمېر امنیتي پوستو ډله يېز بریدونه وکړل چې د پولیسو له کلک مقاومت سره مخ شول.
ولي زاده وايې دغه راز د طالبانو یولس عرادې موټرسایکلونه هم لمنځه تللي .
د هرات پولیس وايې دغه نښتې په مهال د اوبې ولسوالۍ ګڼ شمېر کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شوي .
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments