هرات کې طالبانو ۷تنه ملکي وګړي وژلي دي

comments 0

20 Views

هندوکش ــ هرات: د هرات ولایت ځايي چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو د هرات ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې ۷تنه ملکي وګړي د یوه برید په ترڅ کې وژلي دي.
چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو ملکي وګړو ته یاده مرګ ژوبله د هرات ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ د خواجه نور په کلي اړولې ده.
چارواکي زیاتوي، چې په یاد برید کې د ماشومانو او میرمنو په ګډون ۷۱تنه ټپیان شوي دي.
دیادونې وړ ده، چې دهېواد په پلازمینه کابل کې هم تیره ورځ په یوه وسلوال برید په ترڅ کې ۳۲تنه ملکي وګړي ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments