هرات کې شنو خونو حاصلات ښه دي

comments 0

0 Views

هندوکش – هرات: هرات کې د شنو خونو کښت وروستیو څو کلونو کې د پام وړ وده کړې ده .
د کرنې ریاست وايي، شنو خونو کې زرګونه ښځو ته د کار زمینه برابره شوې او هرکال زرګونه ټنه بیلابیل سبزیجات ورڅخه ترلاسه کیږي .
د هرات د کرنې ریاست د کرنیزو چارو آمر بشیر احمد احمدي وايې دغه ولایت کې ترزرو ډیرې شنې خوني جوړي شوې چې زرګونه ښځو ته په کې د کار زمینه برابره شوې .
احمدي وايې د شنوخونو مدیریت او حاصلاتو ټولولو په برخه کې يې میرمنو ته لازمي زده کړې او اسانتیاوي برابرې کړې دي.
اغلي اکبري یوه له هغو میرمنو ده چې هرات کې د شنو خونو کارو بار کوي .
دا وايې تیرکال يې ترڅلویښت ټونه خیار ټول کړې او سږکال هم هیله منه ده چې د پام وړ سره رومیان ترلاسه کړي .
اغلي اکبري پر نورو میرمنو هم ږغ کوي چې د خپل اقتصاد غښتلي کیدو لپاره ټولنه کې د فرهنګي محدودیتونو پرضد راپورته او خپل د ژوند چارې په خپله لاس کې واخلي .
د هرات دوالي ویاند جیلاني فرهاد هم د شنو خونو د حاصل ښه پایلو څخه خبردي او ټینګار کوي چې د بازار موندنې لپاره به یې اړین اقدام کوي .
سره رومیان، الوویرا، ځمکني توتان، خیار او نور ډول ډول سبزي هغه څه دي چې شنو خونوکې کرل کیږي .
د شنو خونو له برکته اوس مهال د هرات په بازارونوکې د سبزیجاتوبیه مناسبه او د کال په هرموسم کې پیداکیږي .
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments