هرات کې سلګونو میرمنو د سولې په راتګ سره د میرمنو د حقونو په خوندي کولو ټینګار کړی

comments 0

11 Views

هندوکش ـ هرات: د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې سلګونو میرمنو او قومي مشرانو د یوې سترې جوړې شوې ناستې په ترڅ کې د سولې له روانو مذاکراتو څخه ملاتړ کړی او د مذاکراتو پلاو څخه یې غوښتي دي، چې په هېواد کې د سولې په راتګ سره د میرمنو د حقوقو د خوندیتوب او پرمختګونه له پامه ونه غورځول شي.
دوی وايي، چې میرمنو په تیروکلنو کې په مختلفو برخو کې خورا پرمختګ کړی او باید د میرمنو پرمختګونه او لاسته راوړنې خوندي شي.
د ناستې ګډونوالو په طالبانو غږ وکړ، چې نور په هېواد کې له جګړې لاس په سرشئ او په تاوتریخوالي کې کموالی راولئ.
دوی وایی، سوله د هرافغان هیله او غوښتنه ده او باید د جګړې ښکیل اړخونه په ځانګړي ډول طالبان د ولسونو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي او دایمي اوربند ته غاړه کیږدي.
امیرحسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments