هرات کې د وسلوالو طالبانو د چاودیدونکو توکو پټنځای کشف او له منځه وړل شوی

comments 0

4 Views

هندوکش ـ کابل: د افغانستان دفاع وزارت وايي، چې په هرات کې د وسلوالو طالبانو د چاودېدونکو موادو د یوې زېرمې د له ‌منځه وړلو خبر ورکړ.
دفاع وزارت په یوه بیان کې چې پرون‌ یې خپور کړ ویلي دي، چې دوی په شینډنډ ولسوالۍ کې د ۵۰۰ مترو په اوږدو یو تونل کشف کړ چې په دې تونل کې طالبانو چاودېدونکي مواد زېرمه کړي وو.
امنیتي ځواکونه وایي، چې دا تونل او هلته چاودېدونکي مواد یې له‌ منځه وړي دي.
طالبانو تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments