هرات کې د وسله والو طالبانو یو مهم غړی نیول شوی

comments 0

188 Views

هندوکش ــ کابل: د افغانستان کورنیو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې یو لړ ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د ترهګرو طالبانو یو مهم غړی نیولی دی.
یاد کس عبیدالله نومېږي او په هرات کې د ترهګرو طالبانو د نظامي کمېسیون غړی دی.
دغه وزارت په خپله خبر پاڼه کې زیاته کړې ده عبیدالله نومي د هرات ولایت په انجیل، ګذره او زنده جان ولسوالیو کې په بېلابېلو ترهګریزو فعالیتونو لاس پورې کړی دی.
له یاد کس څخه وسله والو طالبانو ته تړلي یو شمېر اسناد او یو قطعه پېژند کارت هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments