هرات کې د هغه ملا د نیولو غوښتنه وشوه چې د رسنیو د کارمندانو وژل یې جهاد بللې

comments 0

0 Views

هندوکش – هرات: هرات کې دیني عالمانو د هغه ملا د نیولو غوښتنه یې وکړه چې رسنۍ یې په فحشا او فساد تورن کړل او وې ویل چې رسنۍ فساد ته په افغانستان کې لمن وهي.
مولوي انصار په خپلو خبرو کې ویلي و“ د رسنیو پر وړاندې جهاد فرض دی، هرڅوک چې یې له منځه یوسي مجاهد او غازي دی او څوک چې پر دې لاره کې ووژل شوـ شهید دی“
نوموړي ویلي، دښمن له رسنیو د فکري جګړې د آلې په توګه کار آخلي او د عامه اذهانو د تخریب او غولولو په خاطر پرې په پراخه کچه پانګونه کوي.
نوموړي رسنۍ د غرب او امریکایانو د نظریو او فکرونو لوډسپیکر بللې او زیاته کړې یې ده؛ همدا رسنۍ دي چې خلک په ځانګړې توګه ښځې یې په اخلاقي فحشا روږدې کړې.
د هرات د علماؤ شورا وایي، یاد دیني عالم د بیان د آزادۍ پر وړاندې خبرې کړې او له حکومت څخه یې غوښتي چې هرڅومره ژر دې نوموړی عالم توقیف او مجازات کړي.
مولوي انصار دغه راز ویلي، چې دښمن له رسنیو د فکري جګړې د آلې په توګه کار آخلي او د عامه اذهانو د تخریب او غولولو په خاطر پرې په پراخه کچه پانګونه کوي.
د انصار خبرو د هرات د خبریالانو د ټولنې غوسه هم راپارولې.
له خبریالانو څخه د ملاتړ شبکې مشر همایون نظري وایي، د رسنیو پر وړاندې د دیني علماؤ دا ډول خبرې د تیرې یوې نیمې لسیزې لاسته راوړنې له ګواښ سره مخ کوي.
نوموړی وایي، دا ډول علما د دیموکراسۍ د ترویج او د بیان د آزادۍ په مخ کې لوی خنډ دي او باید دولت یې مخه ونیسي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments