هرات کې د طالبانو د وسله ډیپو کشف شو

comments 0

0 Views

هندوکش – هرات: ملي امنیت هرات کې د طالبانو د وسلو یو مرکز کشف او تر لاسه کړی دی.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، د وسلو دغه زېرمه د هرات ښارپه څوارلسمه ناحیه کې نیول شوې ده
. نوموړی وايې په یاد دیپوکې ګڼ شمیر درنې اوسپکې وسلي، راکت انداز، دهشکه، یوه پایه هاوان، دولس کړۍ تلکي ماینونه ، نوي کړۍ د پرسونل ضد ماینونه دري د ټانګ ضد ماینونه، او په ګڼ شمیر کې د سپکو او درندو وسلو مرمۍ نیول شوي دي.
سرچېنې ددغې زیرمې په اړه د چا د نیولو یادونه نه ده کړې.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply