هرات کې د سولې په ملاتړ لاریون ترسره شو

comments 0

1 Views

هندوکش ـ هرات: په هرات ولایت کې قومي مشرانو،ځوانانو،مدني فعالانو او د یاد ولایت اوسیدونکو د یوه سولیز لاریون په ترڅ کې د سولې ملاتړ وکړ او د سولې او اوربند غوښتنه یې وکړه.
دوی وايي، چې سوله د هر افغان هیله او غوښتنه ده او باید ټول افغانان په متحد شکل سره د سولې راوستو په هدف خپلې هلې ځلې ترسره کړي.
لاریونوالو جګړې ته نه ویل او هیله څرګنده کړه، چې په هېواد کې د سولې په راتګ سره به یو په ځان بسیا افغانستان ولرو.
دوي همدا راز له افغان ځواکونو څخه ځانګړې مننه وکړه، چې د سولې په ملي پروسه کې یې هلې ځلې کړې او د سولې په تړاو یې فرصت رامنځته کړی دی.
امیرحسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments