هرات کې د ایران له لاسوهنو شکایت شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – هرات: هرات کې یو شمیر مدني فعالانو افغانستان کې د ایران پر منفي لاسوهنو او د ایران حکومت له لوري د افغان کډوالو سره پر ناسم چلند اندیښنه څرګنده کړه.
مدني فعالان وايي، ایران په خپله خاوره کې د میشت افغان کډوالو سره ناسم چلند کوي.
فعالان وايي، ایران کې یو شمېر افغان کډوالو ته افغانستان کې د تخریبي کړنو زده کړې ورکول کېږي او غواړي د کډوالو په جامه کې يې افغانستان ته راواړوي.
دغه راز مدني فعالان ادعا کوي چې ګاونډي هیوادونه په بیلا بیلو نومونو د افغا دولت مخالفینو ته وسلې او مهمات ورکوي او له دې لارې غواړي افغانستان کې د جګړې اور تود وساتي.
دوی له ایران غواړي چې افغانستان کې له مداخلو لاس واخلي او وسله وال مخالفین سولې او اوربند ته وهڅوي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments