هرات کې بد امنیتي وضعیت د پانګوالو کارونه ټکنې کړي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – هرات: د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس وايي چې په دغه ولایت کې غلاوو او د سوداګرو اختطاف پانګه وال اندېښمن کړي.
سعد خطیبي ویلي، دغه ستونزه د دې لامل شوې چې پانګه وال په پانګونه کې ټکني شي.
دده په خبره د سوداګرو د کورنۍ غړي تښتول کېږي چې بیا وروسته له دوی پیسې غوښتل کېږي او که داسې و نه کړل شي د کورنۍ غړي یې د تښتوونکو او غلو له لوري وژل کېږي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه بیا وایي، تېر کال په هرات او ننګرهار ولایتونو کې د پانګه والو تښتونو او وژنو کچه لوړه وه. خطیبي وايي، د ناامنۍ له امله ډېری سوداګرو خپله پانګه له هراته ایستلې او دا مهال یې په ترکیه او ایران کې پرې کارو بار پیل کړی دی.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments