هرات: په مسافر وړونکي موټر کې چاودنه شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – هرات: په هرات کې د یو ۳۰۳ ډوله موټر د هوا بالون د چاودنې په پېښه کې یوتن مړه شوی او یو بل ټپي دی .
د هرات د امنیه قومندانی ویاند عبدالاحد ولي زاده وايې پېښه تېرماښام د هرات ښار کندهار دروازې سیمه کې رامنځته شوې ده .
هغه وايې پېښه په موټر کې د تخنیکي ستونزي له امله رامنځته شوې .
د هرات د ملکي روغتون ویاند محمد رفیق شېرزی وایې د پېښي له ځایه دوه ټپیان وروړل شوي چې یوه تن يې تېره شپه ساه ورکړه .
نوموړی وايې د دویم ټپي روغتیايې حالت د ډاډ وړ دی .
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply