هرات: د پټلۍ کار دریمې برخې کار بشپړیږي

comments 0

3 Views

هندوکش – هرات: راپورونه وایي، د خواف ـ هرات ریل پټلۍ د دریمې برخې کار اتیا سلنه بشپړ شوی.
د ایراني رسنیو راپور له مخې د افغانستان او ایران تر منځ د نږدې یو سلو څلوېښت کیلومټرو د ریل پټلۍ دوه برخې بشپړې شوي او نږدې وخت کې به یې دریمه برخه هم بشپړه شي.
د مالوماتو له مخې د خواف هرات ریل پټلۍ به افغانستان او ایران د مرکزي اسیا هېوادونو او له چین سره ونښلوي چې د سوداګرۍ کچه به ورسره زیاته شي.
د خواف هرات د ریل پټلۍ کار په ۲۰۰۸ م زېږدیز کال کې پیل او اوسمهال یې په ایران کې کار بشپړ شوی دی.
امیر حسین سلجوقی

Share this page to Telegram

Comments