هرات: د ملي امنیتي ځواکونو د قربانیانو کورنیو ته ۱۰۰۰ کورونه ورکول کیږي

comments 0

50 Views

افغان حکومت په هرات کې د ملي امنیتي ځواکونو د قربانیانو په کورنیو زر کورونه وشي.
د هرات ولایت مقام رسنیو ته په لیږل شوي خبرپاڼه کې د دغه ولایت د والي عبدالقیوم رحیمي له قوله ویلي چې د اوسیدو دغه کورونه او نومرې به د ولسمشر د فرمان او د کابینې د پرېکړې په اساس ووېشل شي.
په خبرپاڼه کې د هرات د والي له قوله ویل شوي چې د قربانیانو په کورنیو د دغه نمرو وېش د ملي ځواکونو د قربانیو کوچنی بدله ده د ده په خبره دوی قربانی به هېڅ وخت د افغانستان د خلکو له ذهنه ونه وځي.
والي امر کړی ټاکل شوی کمیسیون باید ژر تر ژره دغه چاره نهایي کړي.
دغه ښارګوټی د سعادت په نوم د ۳۰۰۰ کورونو یو ښارګوټی جوړېږي چې ۲۰ میلیونه ډالر ارزښت پرې راځي او ۱۰۰۰ کورونه به یې د افغان ځواکونو د قربانیانو کورنیو ته ورکړل شي.
په عین وخت د قرباني شویو سرتېرو کورنۍ له افغان حکومت مننه کوي چې د دوی د اولادونو د قربانیو درناوی کوي او غوښتنه کوي چې د هېواد په نورو ولایتونو کې دې هم ورته پروګرامونه عملي شي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments