هرات: د طالبانو نظامي کمېسیون مرستیال ووژل شو

comments 0

0 Views

هندوکش – هرات: د هرات پولیس وایي، له افغان ځواکونو سره په نښته کې د هرات لپاره د طالبانو نظامي کمېسیون مرستیال مولوي عبدالرحمن وژل شوی دی.
د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده واي، نښته تېره شپه د اوبې ولسوالۍ دهن دو اب سیمه کې شوې ده.
د ولي زاده په خبره، طالبان د یادې سیمې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي و چې په ځوابیه برید کې مولوي عبدالرحمن هم وژل شوی دی.
نښته کې د طالبانو د نظامي کمېسیون مرستیال سره دوه نور ملګري هم وژل شوي دي.
امیر حسین سلجوقی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *