هرات: درې طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – هرات: په هرات کې له پولیسو سره په نښته کې درې طالبان وژل شوي دي.
د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده وایي، د کهسان ولسوالۍ په احمد اباد کلي کې د طالبانو او پولیسو ترمنځ نښته پیل شوه چې په پایله کې درې طالبان ووژل شول او وسلې یې د پولیسو لاس ته ورغلي دي.
ولي زاده په دغه نښته کې د پولیسو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
د هغه په خبره دغه طالبانو په هرات کې حکومت ضد کړنې ترسره کولې او سیمه یې نا امنه کړې وه.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments