هرات: افغان سرتېري پر بهرنیو برید کړی

comments 0

0 Views

هندوکش – هرات: یوه افغان سرتیري په هرات کې پر ناټو ځواکونو برید کړی.
راپورونه وايي، برید کې یو ناټو سرتیری وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
برید په شینډنډ ولسوالۍ کې د ناټو په پوځي اډه کې دننه شوی او افغان سرتیری له برید وروسته ایتلافي ځواکونو نیولی دی.
د راپورونو له مخې، د ناټو دا وژل شوی سرتیری د چک هیواد اوسیدونکی و چې د دغه هیواد چارواکو یې هم د وژنې پخلی کړی دی.
افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت د یوې اعلامیې په ترڅ کې زیاته کړې چې ټپیان یې د بګرام پوځي اډې روغتون ته لیږدولي دي.
ناټو اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۳ زره ځواکونه لري چې په غیر مستقیم ډول په جګړه کې دخیل دي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments