هانګ کانګ کې له مظاهرو وروسته ټاکنې وشوې

comments 0

70 Views

هندوکش ــ هانګ کانګ: په هانګ کانګ کې د ډموکراسۍ د پلويانو له نږدې شپږ میاشتنیو احتجاجونو وروسته خلکو پرون د نومبر په ۲۴مه نېټه د ولسوالیو د شوراګانو په ټاکنو کې رایې ورکړې.
هانګ کانګ د چین کورواکې سیمه ده چې اداره یې له اجرائیوي پلوه خپلواکه ده او پراخ صلاحیتونه لري.
په دې ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه پراخه وه او د رایې ورکولو د مرکزونو بندیدو ته یو ساعت لا پاتې و، چې ۲،۹ میلیون خلکو رایې ورکړې وې.
د راپورونو له مخې د رای ورکولو بهیر له خنډ پرته پرمخ ولاړه.
په هانګ کانګ کې له پراخو احتجاجونو وروسته پرونۍ ټاکنې د اجرائیه رییسې کري لَم لپاره یوه لویه ازموینه بلل کېږي.
دا اعتراضونه له چین سره د هغې موافقې پر وړاندې د اعتراض لپاره پیل شول چې له مخې یې په جرمونو تورن کسان چین ته سپارل کېدل خو د لاریونونو له کبله دا سند تصویب نشو.
مېرمن لم پرون په داسې حال کې چې خپله رایه یې په صندوق کې اچوله خبریالانو ته وویل: “له څو میاشتنیو ټولنیزو نارامیو وروسته اوس مونږ د ولسوالیو د شوراګانو د سږنیو ټاکنو له ستونزو سره مخامخ یوو.”
د هانګ کانګ لاریونونه د ډموکراسۍ لپاره په یو غورځنګ بدلې شوي او د ولسمشر شي جین پینګ لپاره چې په ۲۰۱۲ کال کې واک ته رسېدلی یو لوی ګواښ ګڼل کېږي.
عزت تبیان

Share this page to Telegram

Comments