هانګ کانګ کې د افغانستان د تاریخي اثارو نندارتون

comments 0

10 Views

هندوکش –هانگ کانگ: د هانګ کانګ د تاريخ په موزيم کې پرون د افغانستان د تاريخي اثارو نندارتون پرانيستل شو.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د دغه نندارتون هدف د افغانستان له فرهنګ او تاريخ سره د سيمې او نړۍ د خلکو اشنا کول دي.
په دې نندارتون کې لسګونه اثار نندارې ته وړاندې شوي دي.
په دغه نندارتون کې د تپه فلول، آی خانم، طلا تپې، باګرام او تپه زرګران تاريخي اثار راغونډ شوي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د چارواکو په وینا، دغه اثار له چين سره د ګډ تفاهم لیک پر بنسټ په څلورو موزیمونو کې نندارې ته ایښودل شوي، چې د دولت بودیجې ته له دې درکه یونیم میلیون ډالره مالي ګټه هم لېږدول شوې ده.
عزت تبیان

Share this page to Telegram

Comments