هاشمي: د حوزوي ټاکنو په تړاو خلکو ته قناعت ورکوو

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ټاکنو کمېسیون کمیشنر سید حفیظ الله هاشمي وایي، د هغو ولایتونو اوسېدونکو ته قناعت ورکوي چې د حوزوي ټاکنو غوښتونکي دي.
د ټاکنو کمېسیون وايي، د حوزوي ټاکنو ترسره کول په اوسني وضعیت کې ستونزمن و او خلک دې د ولایتي حوزو ټاکنو ته چمتووالی ونیسي او نوم لیکنه دې وکړي.
د هاشمي په خبره، د ځینو ولایتونو د حوزوي ټاکنو په تړاو ارګ کې بحث او پریکړه شوې، خو دا چې د ټاکنو لپاره وخت کم دی، نو حوزوي ټاکنې ممکن نه دي
د حوزوي ټاکنو غوښتونکي بیا ګواښ کوي، که ټاکنې حوزوي نه شي برخه پکې نه اخلي او اجازه به هم ور نه کړي.
خو د ټاکنو کمېسیون ډاډ ښودلی چې اوس هر ولایت یوه حوزه ده او هغه ولایتونه چې د حوزوي ټاکنو غوښتونکي دي ، دوی به د خبرو له لارې قناعت ورکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments