نیکولسن د پولیسو له کارونو ستاینه کړې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: تېره ورځ د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او په افغانستان کې د ناټو د غوځ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال جان نیکولسن په لیدنه کې د کورنیو چارو وزارت په وروستیو اصلاحاتو او د پولیسو په تشکیلاتو غږیدلي دي.
په لیدنه کې د نیکولسن د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ ستاینه کړې چې په وروستیو کې اداري اصلاحات او په بیلابیلو برخو کې پرمختګونه د ستاینې وړ دي او مرستندویه هېوادونه د مرستو په بدل کې حساب ورکونه غواړي چې پوه شي چې څومره اصلاحات راغلي دي.
له کورنیو چارو وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې نیکولسن وزیر ته ډاډ ورکړی چې د اصلاحاتو په بدل کې به ورسره نورې اغیزمنې مرستې وکړي چې د پولیسو د لا پرمختګ سبب وګرځي.
په لیدنه کې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک ډاډ څرګند کړی چې د کورنیو چارو وزارت کې به له فساد سره مبارزه کوي او بې پرې اصلاحات به راولي چې د ټولنې د عامه نظم د جوړیدو سبب وګرځي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *