نیکولاس مادورو ټرمپ ته خبردارې ورکړ

comments 0

0 Views

هندوکش – ونزویلا: د وینزوېلا ولسمشر نیکولاس مادورو ټرمپ ته په وروستي خبرداري کې ویلي د هغوی په کورنیو چارو کې دې له لاسوهنې لاس پر سر شي.
هغه ویلي ټرمپ د نړۍ پر سر هغه ولسمشر دی چې کار یې د نورو په چارو کې لاسوهنه ده خو په خبره یې که د وینزوېلا په چارو کې له لاسوهنې لاس پر سر نه شي نو ځواب به یې ورکړي.
نیکولاس مادورو په یوه ټلویزیوني وینا کې د خبرو پر مهال ویلي، دوی په دې ښه پوهېږي چې څه ډول خپلې چارې تنظیم کړي نو ټرمپ ته هیڅ اړتیا نشته چې په چارو کې یې لاس ووهي.
نوموړي دغه راز د خپل هېواد له مخالفینو هم غوښتنه کړې چې له زړورتیا کار واخلي او له حکومت سره خبرو ته حاضر شي کنه نو وبه ځپل شي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments