نیکولاس: سولې ته د رسېدو لپاره فرصت کم دی

comments 0

0 Views

هندوکش – بلجیم: افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې په بروکسل کې ویلي، افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره فرصت کم پاتې دی او هیله ‌مند دی چې د روان کال د سپټمبر میاشتې له پیل مخکې به له طالبانو سره د سولې یوه هوکړه وشي.
نیکولاس کې ویلي، یوازې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پامپیو نه ‌دی چې وايي هیله مند دی، د سپټمبر میاشتې له پیل مخکې به د سولې هوکړه ترلاسه شي، بلکې په وینا یې دی له هر افغان همدا خبره اوري او دا یوه ګډه هیله ده.
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو تېره سه شنبه کابل ته د خپل سفر پرمهال هیله ښکاره کړه چې د سپټمبر میاشتې له پیل مخکې به له طالبانو سره د سولې یوه موافقه وشي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments