نیپالي پلو

comments 0

0 Views

اړتیا ور مواد:
1- ميګو نيم كيلو
2- روميان نيم كيلو
3- سره كړي پياز دوې كاچغي
4- هګۍ 4 دانې
5- ورجي 750 ګرامه
6- غوړي 300 ګرامه
7- د روميانو رُب دوې كاچغي
8- اوږه درې دانې
9- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :
ورجي خشتې كړى وې ايشوى او صافي يې كړى. اوږه او پياز سره كړى او يو تفت وركړى او څلور كاچغي غوړي ور واچوى بيا هګۍ په يوه لوښي كي ماتي كړى او سره وې وهى او سره كړو پيازو ته يې واچوى او پر خام اور باندي يې كښېگـږدى او سر يې ور بند كړى تر څو سره ونيول سي.
ميګو پاك كړى او وې ايشوى بيا يې په هګۍ كي واچوى او سره وې لړى. بيا د روميانو رُب په لږ اوبو كي حل كړى، مالګه، مرچ ور سره ګډ كړى او هګيو ته يې واچوى او سره وې لړى چي ګډ سي بيا دغه مواد د صافي كړو ورجو په منځ كي واچوى او پلو د يو ساعت لپاره دم كړى.
لږ ايشولي اوبه پر روميانو باندي واچوى او پوست يې ځني ليري كړى بيا روميان ميده كړى او په درو، څلورو كاچغو غوړو كي يې سره كړى، لږ مالګه او مرچ ور واچوى .
د ورجو د كښلو په مهال ورجي په ديش يا غوري كي را وكاږى او د چرګ هګۍ او ميګو يې په منځ كي ور واچوى او سره سوي روميان يې پر سر لاري لاري ور واچوى.

Share this page to Telegram

Comments