نیویارک ټایمز: امریکا ممکن ۱۲۰ زره سرتېري منځني ختیځ ته واستوي

comments 0

388 Views

هندوکش – امریکا: د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د خبر له مخې سپینه ماڼۍ په داسې پلان کار کوي چې پر امریکایي ځواکونو د ایران له لورې د برید په غبرګون او یا د ایران د اټومي پروګرام د چټکتیا په صورت کې وکولی شي یو لک او شل زره پوځیان منځني ختیځ ته واستوي.
د راپور له مخې د امریکا د دفاع وزارت سرپرست پاټریک شانهان خپل دا پلان تېره اوونۍ د لوړ پوړو امنیتي چارواکو غونډې ته د بحث لپاره وړاندې کړی دی.
ورځپاڼه زیاتوي دا پلان بیلابیل امکانات لري او ښایي عملي کول یې میاشتې وخت ونیسي.
سرچینه وایي په دې پلان کې د ایران د ځمکني اشغال انتخاب نه دی شامل شوی. سپینې ماڼې تر اوسه د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments