نیمروز کې ټرافیکي پېښه شوې

comments 0

1453 Views

هندوکش – نیمروز: راپورونه وایي، نیمروز کې ټرافيکي پېښه کې د ټاکنو د نوم لیکنې مرکز درې کار کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د نیمروز روغتیايي مسوولین وايي، د ټاکنیز مرکز دغه درې کار کوونکي، له مرکز زرنج څخه چهار بورجک ولسوالۍ ته په لاره وو، چې له ټرافیکي پېښې سره مخ شوي دي.
پېښه کې د ټاکنو مرکز یو کار کوونکې وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.
د ټرافیکي پېښې رامنځ ته کیدل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې او د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments