نیمروز کې شپيته کسان مړه او ټپيان شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – نیمروز: راپورونه وایي، په نیمروز کې ترافیکي پېښې شپیته کسان مړه او یا هم ټپيان کړي دي.
چارواکي وایي، پېښه تېره ورځ ناوخته د دغه ولایت په دلارام ولسوالۍ کې رامنځته شوې .
د دلارام ولسوال نجیب الله حیات وايې یو۳۰۳ مسافر وړونکی موټرلومړی یو موټر سایکل وهلی چې وروسته ټیلر موټر سره هم ټکر کړی دی.
هغه وايې په دغه پېښه کې یوه ښځه او یو نارینه مړه شوي او اته پنځوس کسان ټپیان دي .
د نوموړي په خبره په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د لویولارو خرابوالی، د موټرچلوونکو بې احتیاطي او د نقلیه وسایطو زوړوالی د دا ډول پيښو د رامنځته کېدو اصلي لاملونه بلل کیږي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply