نیمروز او هلمند کې د ۶ ترهګریزو پېښو مخه ونېول شوه

comments 0

2 Views

هندوکش ـ کابل: د هلمند مطبوعاتي دفتر اعلامیه وايي، چې تیره ورځ د ۲۱۵ میوند قول اردو اړوند د ماین پیژندنې مسلکي پوځیانو د هلمند ولایت اړوند ناوې او د نیمروز ولایت په دلارام ولسوالیو کې ۶ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړي دي.
اعلامیه وايي، نوموړي ماینونه د وسلوالو طالبانو لخوا ملکي وګړو ته د زیان اړولو په موخه ځای پر ځای شوي وو.
اعلامیه زیاتوي، چې د دې ماینونو په کشف او شنډ سره د ګڼو ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخ نېول شوې ده.
متاسفانه مختورن دښمن په عامه لارو او پلچکونو کې د ورانکارۍ په موخه هره ورځ ماینونه ځای پر ځای کوي، تر څو بې ګناه وګړو ته مرګژوبله واړوي او عامه شتمۍ تخریب کړي، خو زموږ غښتلي امنیتي او دفاعي ځواکونه يې په شنډولو بوخت دي.
زمونږ بشپړه هڅه داده، چې د امنیت د لاټینګښت لپاره له هیڅ ډول هڅو دریغ ونه کړو او دښمن دې دا هم له سره وباسي، چې دوی به کومه سیمه ونیسي او یا به په خپلو شومو اهدافو کې کامیاب شي.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments