نیمار یو دوه مخی کس دئ

comments 0

0 Views

هندوکش – اسپانیا: د اکیپ خپرونې په قول : د بارسلونا څخه د نیمار د خرڅېدو اصلي لامل اوس مالوم شو.
داسې ښکاري چې په فرانسه کې د نیمار اصلي شخصیت اوس ښکاره شوی
پدې لنډه موده کې هغه په شدت سره د خپل ټیم له لوبغاړو سره مخامخ شویدی او بار بار یې د خپلو ملګرو په مسخره کولو لاس پورې کړی او اوس هم د هغې پرېکړه داده چې ریال مادرید ته ولېږدول شي.
څه موده وړاندې د اکیپ خپرونې د پارسن جرمن لوبغالي ته نېږدې ، ځانګړې مقاله لیکلې چې په هغې کې د نیمار شتون په فرانسوۍ لوبډله کې تر پوښتنې لاندې راغلی.
نیمار څه موده وړاندې د خپل ټیم غړي د هغې د خور د واده په مراسمو کې ولیدل او د خپلې خور له واده راووت .
هېڅوک نشي کولای د نیمار ځواک او لاسته راوړنې تر پوښتنې لاندې راولي او هغې په بارسلونا کې هم خپله وړتیا ثابته کړې.
اوس نیمار په پاریس کې د ریال مادرید لوبډلې سره هوکړه کړې چې ددې لوبډلې ستوری به واوسي
اوس د نیمار وروستیو حرکاتو د هغې پلار هم تر نیوکو لاندې راوستی .
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply