نړۍ موږ ته حیرانه ده / بریالې ویاړ

comments 0

1 Views

هغه شپه مې ټلویزیون کې یو ډير جالب خبر ولید، هیڅ مې باور نه راته چې یو څوک دې د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوی وي، چې له مرګ وژغورل شي، خو هغه شیشې ماتوي له روغتون تښتي.
هرات کې د کرونا کویډ۱۹ ناروغۍ باندې اخته او مشکوک کسان روغتون کې بستر و چې دا ناروغي نورو ته انتقال کړی، ساتنه او څارنه یې کیدله چې د دوشنبې په ورځ مازیګر کې له روغتون تښتیدلي دي.
دا ډيره جالبه ده، ډير خلک به باور و نه کړی چې د کرونا مرګوني ناروغي د درملنې لپاره دې دولت ټول امکانات په کار اچولي وي، چې د خلکو ژوند وژغوري خو په کرونا اخته ناروغان له روغتون تښتي.
اخر ولې؟
نړۍ مو ځان پورې حیرانه کړې چې دا څه ډول خلک دي چې نړۍ کې ځینې هېوادونه قرنطین شوي هیڅ خبره نه ده، خلک حوصله کوي، خو هرات کې چې ۴۰ کسان روغتون کې قرنطین دي، له روغتون تښتي.
زه چې څومره خبر یم، دولت کې چې څومره زور دی او څومره امکانات لري، کار ترې اخلي چې د دې ناروغي د خپریدو مخه ونیسي.
خو یو څو په کرونا اخته ناپوهان راپورته کیږي، له روغتون تښتي او سلګونه او زرګونه نورو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
اصل کې خو دوی باید تر ټولو سخته سزا وویني، ځکه چې ډاکټرانو او نرسانو ځان ګواښ ته ورکړی چې د دوی درملنه وکړي، خو دوی دې ټولو ته سپک ګوري.
ایټالیا، جرمني په مکمل ډول او ځینو هېوادونو لوی ښارونه قرنطین شوي، د دې لپاره چې خلک په کرونا ناروغي اخته نه شي.
خلک مصروف دي چې له دولتونو سره همکاري وکړی چې د دې ناروغي پرضد مبارزه وکړي، خو زموږ ځینې خلک خو همکاري نه کوي، برعکس ستونزې جوړوي.
زه په ټولنیزو رسنیو کې ځینې کسان ګورم، پوه خلک دي، خو کرونا پرضد تبلیغاتو باندې تمسخر کوي او له خندا ډک پوسټونه کوي.
تاسو ولیدل چې کعبه او مدینه وتړل شول، د نړۍ علماوو فتوا ورکړه چې جوماتونو کې لمونځ د جمعې پر ځای فردي ډول باندې لمونځ وکړئ چې له دې ناروغي وژغورل شئ، خو موږ نن هم دا تبلیغات د اسلام پرضد توطیه بولو.
اسلام تر هرڅه د مخه د انسان د ژوند په غم کې دی، تاسو به احادیث لیدلي وي چې هغه چاته په جومات د لمانځه اجازه نه ورکوي چې ژوند ته یې خطر وي.
نو اوس دا سل په سله خطر دی نو ولې خلک جماعت ته د لمانځه لپاره لاړ شي.

Share this page to Telegram

Comments