نړیوال بنسټ:پاکستان لا هم د ترهګرو مالي سرچینې نه دي وچې کړې

comments 0

178 Views

هندوکش –امریکا: د مالي اقدام نړیوال بنسټ وايي په نږدې وختونو کې به پاکستان د ترهګرو د ملاتړو په تور لېست کې شامل کړي.
دغه نړیوال بنسټ وایي پاکستان د هغو ترهګرو پر وړاندې هېڅ راز اقدام نه دی کړی چې ددغه هېواد په خاوره کې فعالیت کوي او روزنځایونه لري.
سرچینه کاږي پاکستان د ترهګرو د مالي منابعو وچولو او پیسو مېنځلو د مخنیوي په برخه کې هم د پام وړ ګامونه نه دي اوچت کړي.
د مالي اقدام نړیوال بنسټ وايي په پاکستان کې لا هم ترهګر فعالیت کوي، مرکزونه لري او پراخې مالي سرچینې لري چې باید له منځه یوړل شي.
ښایي په نږدې وختونو کې پاکستان د ترهګرو د ملاتړ له امله ددغه نړیوال سازمان په تور لېست کې شامل کړل شي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments