نړيوال بانک د افغانستان سره ۲۰۰ مېلیونه ډالر نوره مرسته هم کړې

comments 0

208 Views

هندوکش ـ امریکا: د نړیوال بانک په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د دغه بانک مدیره پلاوي د اړمنو خلکو د لاسنیوي په هدف له افغانستان سره د ۲۰۰ ميلیونو ډالرو په ارزښت دغه وړیا مرسته پرون پنجشنبې په ورځ تصویب کړه.
سرچېنه وايي، په یاده مرسته کې ۱۰۰ مېلیونه د نړيوال بانک د پراختیايي ادارې او نور۱۰۰ مېلیونه د افغانستان د بیا رغونې له صندوق څخه ورکړل شوې دي.
یاد بانک وايي، تمه ده چې د افغانستان حکومت په دغه هېواد کې د ټولنیز اقتصادي وضعیت ښه کېدو په هدف د اغېزمنو پالیسيو په عملي کولو سره دغه مالي مرسته د برېښنا او انرژۍ تامینولو، د څښاک اوبو ته د لاسرسي او د مخابراتي خدمتونو په برخو کې په ښه ډول ولګوي.
د بانک په اعلامیه کې ویل شوي، تمه ده چې یاده مرسته به د زیانمنو کورنیو سره د دوی منفي اغیز لامنځه لاړ شي او د اقتصادي ودې لپاره اساسي ګامونه پورته شي.
نړیوال بانک ژمنه کړې چې په دې سختو شریطو کې د افغان ولس تر څنګ ولاړ دی.
نړیوال بانک له دې وړاندې هم د کرونا ویروس د خپرېدو سره د مبارزې په هدف له افغانستان سره د ۲۰۰ مېلیونه ډالرو مرسته وکړې وه.
نړیوال بانک په داسې مهال د مرستې اعلان کوي چې په هېواد کې شاوخوا ۳۴ زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي او ۹۵۷ نور ترې مړه شوي دي.
فکورنعیمي

Share this page to Telegram

Comments