نوی ژوند / محمد هارون فیضی

comments 0

0 Views

مازدیګر د کور په لور روان وم چې په یو نابلده نمبر زنګ راغی له لږ ځنډ وروسته مې جواب ورکړ.
(بلی)
(آه څوک یې؟ نعمت الله پېژنی؟)
(بلی پېژنم یې خو تاسو څوک یاست؟)
(زه د پولیسو د قومندانی څخه خبری کوم تاسو همدا اوس قومندانی ته راسی د نعمت الله په اړه خبری درسره کوم)
ډیر مې فکر خراب سو پریشانه سوم او په چټکو ګامو د قومندانی په لوری روان سوم.
د قومندانی به انګړ کې پولیس ولاړ ول او زما انتظار یې کاوه، کله چې یې زه ولیدم د پولیسو قومندان رامخ ته سو او وې ویل( ته د نعمت الله انډیوال یې؟)
(هو زه یم، څه خبره ده؟)
(راځه، موټر ته راوخېژه)
ډیره وبېرېدم په عاجزی سره مې بیا وپوښتل (څه خبره ده؟)
د پولیسو د قومندان غټ برېتونه او غټی سترګی وې او په ډیر قهر او غضب یې مخ راواړاوه او په پنډ آواز یې راته وویل (نعمت الله مړسوی دی،خو موږ فکر کو چې کوم چا به وژل وی، د وروستی ځل لپاره یې تاته زنګ وهلی و،ځکه مو ته راوغوښتې)
د دې خبری په اورېدو سره نور هم وارخطا سوم په همدې فکر کې وم چې موټر د یوې هدیرې مخی ته ودرېد د روغتون امبولانس ولاړ و د پولیسو قومندان نژدی ورغی
( د متوفی د دوستانو څخه څوک ر اغلی دی؟)
(نه آمرصاحب هیڅوک ندي راغلي)
(د عدلی طب راپور آماده سوی دی؟)
(نه صاحب یو څو ساعته وروسته چمتو کیږی)
د نعمت الله جنازه ښخه سوه او زه یې د پولیسو قومندانی ته بوتلم قومندان راته وویل
(موږ د متوفی کورنۍ سره اړیکی ونیولې خو جنازې ته هیڅ څوک رانغلل، موږ ته دا قضیه مشکوکه معلومېږی او د وروستی ځل لپاره نعمت الله ستاسره په تیلیفون کې خبری کړي وې ترڅو چې د عدلی طب څخه د ده د مړینی په اړه راپور راځی غواړم ستا څخه واورم چې موضوع څه ده.)
زه ډیر بېرېدلی وم خو بله چاره نه وه هغه څه چې پدې نږدو کې د نعمت الله په ژوند کې پېښ سوي وه داسی مې پیل کړ.
نعمت الله یوه مهربانه مېرمن دوې لوڼی او دوه زامن درلودل اولادونه یې ځوانان سوي ول د ده کار او بار هم ډیر ښه و د ګاونډی هیوادو او د هیواد د ځینو ولایتو څخه یې تجارتی توکی واردولې خو کله کله به یې د خپل ژوند څخه ماته شکایت کاوه او د بل واده خبری به یې کولې.
یوه ورځ چې دی د کاروبار لپاره بل ولایت ته تللی و په یوه خصوصی بانک د یوې ښکلی ښځی سره مخامخ سو چې به هغه بانک کې یې کار کاوه هغی هم په ډیره مینه د ده هرکلی وکړ د هغې ژړ ورېښتان،شنې سترګی او اوږده باڼوګانو د نعمت الله په زړه کې د مینې غشی ښخی کړې.
ده به هره ورځ په بیلابیلو بهانو بانک ته ورتلی او د هغې سره به یې لیدل هغې هم د ده ښه هرکلی کاوه ترڅو چې د دوی لیده کاته د بانک څخه و هوټلونو ته ورسېده، ده د دې ښځی سره چې سرینا نومېده خوشحالي ورځی تیرولې،هغې به په ډېر نازسره خبری کولې او کله چې به یې ده ته کتل نو باڼوګان به یې ژر ژر رپولې د هغې دې نازنو او اداګانو د نعمت الله ټول پام ځان ته اړولی و، دی به چې کله ماښام کوټې ته راغی ټوله شپه به د دې به فکر کې ډوب و، وروسته یې پرېکړه وکړه چې د دې سره یو نوی ژوند پیل کړی.
همدارنګه یې یوه ورځ سرینا ته وویل.
(آیا زما سره واده کوې؟)
سرینا چې یوه ډېره چالاکه ښځه وه وویل
(تاسو خو یوه ښځه او اولادونه لری، بل واده څنګه کولای سی.)
(هو خو زه اوس خسته سوی یم، غواړم ستا سره یو نوی ژوند پیل کړم)
(خو زه نه غواړم چې د یوه متاهل سړی سره واده وکړم.)
(ګوره سریناجانی زه به ستا لپاره جلا کور او ژوند برابر کړم هر څه به درکړم)
(هغه خو حتمی خبره ده خو لویه ستونزه ستا مېرمن ده، زه نسم کولی چې ستاسره واده وکړم.)

دی ډېر پریشانه سو کوټې ته راغی او ټوله شپه په همدې فکر کې و چې څه وکړی د یوې خوا مېرمن او اولادونه د بلی خوا د سرینا ژړ ورېشتان،شنې سترګی،وږده ونه، اوږده باڼوګان او دا نازو نزاکت.
سبا یې بیا د سرینا سره د واده په اړه خبری وکړې خو هغه پوهېدلې وه چې نعمت الله د دې په مینه کې راګیر دی وویل.

(زه د یوه واده سوی سړی سره واده نسم کولی،نه غواړم چې زما پر مېړه باندی بله ښځه هم حق ولری )
******
نعمت الله بیرته کورته راغی خو ډیر خفه معلومېدی،یوه ورځ خبر سوم چې ده خپلی مېرمنی ته طلاق ورکړی او بیرته سرینا ته ورغلی و، سرینا د هغه د ښځی په طلاقېدو بسنه ونه کړه د یو لوی کور،موټر،زر او داسی نور قیمتی سامان غوښتنه یې هم وکړه چې نعمت الله ورته پوره کړل. دوی د واده لپاره تیاری نیولې،خو د واده د مراسمو لپاره نورو پیسو ته هم اړتیا پیدا سوه له دې لپاره نعمت الله اړ سو ترڅو خپل دکان خرڅ کړی له دې کار سره یې زامن هم بیروزګاره سول،خو ده پیسې واخیستلې او ولاړ، ډېر خفه و په چرت او فکر کې ډوب و، له ځانه سره یې وویل ځه که هر څه مې له لاسه ورکړل اوس خو د سرینا سره یو نوی ژوند پیلوم .
له موټره کښته سو د سرینا د کور په لوری روان سو کله چې کور ته نږدې سو، ګوری چې د کور دروازه خلاصه ده او یو څو نابلده کسان په انګړ کې ولاړ دی د یو بل سره خبری کوی.
(بسیار خانه مقبول است)
(ولا ارزان خریدی)
(خدا مبارک کند)
ده شاوخوا وکتل له ځانه سره یې فکر وکړ چې شاید کور یې غلط کړی وی، خو نه، کور هغه و.
دی سرای ته دننه ورغی د هغو ورته پام سو (سلام برادرخیرت است؟)
(این خانه از خانم سرینا نیست؟)
(بلی، از خانم سرینا بود مګر چند روز میشود که از اوخریدیم)
(چې؟ خریدی؟)
(بلی چرا خیرات است؟)
(بلی،نه کدام ګپ نیست خدا حافظ)
ډېر وارخطا و هوا تیاره سوې وه کرار کرار د کوټې به خوا روان سو له ځانه سره ګډ و.
(نه داسی نسی کېدای،سرینا داسی نسی کولی ،کېدای سی بل کور یې رانیولی وی هو همداسی ده هغه زما سره مینه کوی. ټوله شپه په همدې فکر کې و،د یوه سګرټ پسې به یې بل لګاوه، دا و چې د لمر وړانکی د پردو له چولو څخه ښکاره سوې ولاړ سو خپل ځان یې سره سم کړ دېوالی ساعت د اوو بجو زنګ وواهه په چټکی سره له کوټې څخه ووت او د سرینا د بانک په لوری روان سو،اتو بجوته ورسېدی، بانک ته ورننوت کرار کرار د سرینا د غرفې به لوری روان سو، خو د سرینا غرفه خالی وه دېخوا هاخوا یې وکتل انتظار یې وکړ خوهغه تر سترګو نسوه د څنګ د غرفې د کارکوونکی څخه یې پوښتنه وکړه هغه ورته وویل(سرینا چند روز پیش او وظیفه استعفا داد و رفت )
(کجا؟)
(نمیدانم)
د دې خبری په اورېدو سره دی پوه سو چې څومره لویه غلطی یې کړې ده، څو ورځی نور هم هلته پاتی سو امید یې درلود چې شاید د هغې کوم درک معلوم سی خو فایده یې ونه کړه.
دی ډیر زهیر سوی و خپل ښار ته پداسی حال کې چې هیڅ کوم امید یې نه درلود او هیڅ چا یې انتظار نه کاوه روان سو.
زه یې یوازنۍ ملګری وم چې د ټولو حالاتو څخه یې خبرولم خو د وروستی ځل لپاره یې چې زما سره خبری وکړې ډیر غمجن او زهیر و او وروستی جمله یې ماته داسی وویل.
( ما لویه اشتباه کړې، باید سزا یې هم ووینم،دخدای په امان.)
زه هم ډېر وارخطا سوم ،هڅه مې وکړه چې ورسم او مرسته ورسره وکړی خو هغه خپل پته رانه کړه.
په همدې حال کې د عدلی طب څخه د نعمت الله د مرګ په اړه راپور راغی په راپور کې لیکل سوی ول چې په یوه وخت د زیاتو درملو د خوړلو لکبله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

Share this page to Telegram

Comments