نوي کابلبانک پکتیکا کې بله څانګه پرانیسته

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیکا: پکتیکا کې د نوي کابل بانګ بلې څانګې هم په کار پیل وکړ.
پکتیکا د سوداګرۍ لپاره مناسب ولایت دی او سوداګر باید په کې پانګونه وکړي.
تیره ورځ د پکتیکا امنیه قومندانۍ په داخل کې د نوي کابل بانګ بلې څانګې رسمآ په کار پيل وکړ.
د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وایي، په دې سره به د پکتیکا ولسونه او ملي پولیس دواړه له زیاتو سهولتونو برخمن شي او په اسانۍ سره به خپل معاشونه اخلي.
والي وایي، هڅه کوي چې د نوي کابل بانګ او عزیزي بانګ څانګې د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ ته هم وغځوي.
په پکتیکا کې د کابل بانک مسؤل پیر محمد بشري وایي، دغه څانګه څلور صرافان، یو مدیر او یومرستیال لري چې د ملي پولیسو په خدمت کې له خپلې چارې پرمخ وړي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments