نوي زیلانډ لومړی وزیره: مونږپه خپل ماموریت کي ملکیان نه دی وژلي

comments 0

2524 Views

هندوکش ــ نیوزلنډ: وايي په افغانستان کې ددوی په ماموریت کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د نوي زیلانډ لومړۍ وزیره جسیندا آندرن وايي، ددوی سرتېرو په افغانستان کې هېڅ وخت د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې لاس نه دی لرلی او نه هم په دې تړاو د کومې پېښې مسوولیت پر اوږو لري.
په دې وروستیو کې یوه تحقیقاتي مرکز په یوه راپور کې ویلي چې د نوي زیلانډ سرتېرو له خپلو مرکزونو تر وتلو وروسته په سیمه کې ناچاودي توکي او مهمات پرې اېښي چې پر ملکي وګړو یې چاودنه کړې ده او تلفات یې اړولي دي.
فضل احمد الکوزی

Share this page to Telegram

Comments