نوماندانو ته خبرداری

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ټاکنو کمېسیون به هغه نوماندان له وروستي لېست وباسي، چې له وخت وړاندې یې کمپاینونه پیل کړي.
د کابل ښار یو شمیر واټونو او څلور لارو کې په بیلابیلو شعارونو د ټاکنو ځینو نوماندانو خپل انځورنه لګولي چې د ټاکنو کمېسیون یې له وخت وړاندې کمپاین بولي.
ټاکنو کمېسیون کمشنر سید حفیظ الله هاشمي له نوماندانو غوښتي چې د خلکو په سترګو کې دې شګې نه اچوي او مستقیم کمپاینونه دې نه کوي.
د ټاکنو کمېسیون د کمپاینونو پیل ته وخت ټاکلی او تر دې وړاندې هیڅ نوماند حق نه لري چې کمپاین وکړي.
له دې سره دغه کمېسیون وایي، د رسنیو برخې کمېټې یې کار پیل کړی، چې په دې تړاو مالومات راټول کړي.
که نوماندان له کمپاینونو لاس وا نه خلي، ممکن انتخاباتي ټکټ ترې واخیستل شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments