نور ولي محسود د پاکستان تحریک طالبانو ډلې نوي مشر په توګه وټاکل شو

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: پاکستاني رسنیو نه په خبرونو کې راغلي چې د مولانا فضل الله وژل کیدو وروسته یادې ډلې د تحریک نوې مشر تاکلې او خپلې چارې یې پیلې کړي دي.
پاکستاني رسنیو ته په لیږل شوي لیک کې ، د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني رسنیو هم منلي چې د دوی رهبر وژل شوی او په ځای یې مفتي نور ولي مسید د مشر په توګه ټاکلی دی.
دا لومړۍ ځل دی چې د پاکستاني طالبانو تحریک د خپل مشر وژل کېدل تاییدوي.
د تحریک طالبان پاکستان پخواني مشران بیت الله محسود  او حکیم الله محسود  هم د امریکايي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو په برید کې په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۳ م کې وژل شوي وو.
تېره اونۍ افغان او پاکستاني چارواکو اعلان وکړ چې مولانا فضل الله د امریکایي او افغان ګډو ځواکونو په برید کې وژل شوی دی.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments