نورګل ولسوالۍ کې د امنیت لپاره عملیات بریالي و

comments 0

0 Views

هندوکش – کونړ: د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې د ډاډمن امنیت راوستو په موخه پيل شوي عملیات پای ته ورسیدل.
له ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د کونړ نورګل ولسوالۍ مزار درې اړونده سیمو کی د موج سیـــــلاب دوه نمبر په نوم ګډ جګړه ئیز او چاڼیزعملیات پیل شوي و، چې تیر ماښام مهال پای ته ورسېدل.
۲۰۱ سیلاب قول اردو دغه عملیات بریالي ګڼي وایي، موخه یې په سیمه کې ډاډمن امنیت راوستل او ښه حکومتولي رامنځته کول چې په مهال یې کومه نښته هم نه ده رامنځته شوې.
د عملیاتو په پایله کې د نــورګل ولسوالۍ د مــــــزار درې مرورې؛ سراول؛ سینزو؛ غونډۍ کلی او بادینزو ســیمې تصفیه او تلاشي شـوي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments