نورستان کې د امنیتي ځواکونو د پوستو دپیاوړتیا چارې پیل شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – نورستان:د نورستان ولایت مرستیال ښاغلي محمد هاشم فیضي او امنیه قوماندان صابرارین نن ددې ولایت دامنیتي ځواکونو د پوستودپیاوړتیا چارې پیل کړې او ویې ویل، هغه پوستې به تر نورو مخکې پیاوړې او تجهیز کړي، چې په لومړیو لیکو کې ځای پر ځای دي.
ښاغلي فیضي وویل، امنیتي ځواکونه په پوره میړانه له ولسونو ساتنه کوي او ولایت مقام او امنیه قومنداني د نورو مهماتو ترڅنګ د هغوی مورچلې پیاوړې کوي، چې دښمن ترې په اسانه له منځه یوسي اودښمن ونه توانیږي چې امنیتي ځواکونو ته ځاني زیان واړوي .
د امنیتي ځواکونو د مورچلو د پیاوړتیا په برخه کې لویې او کوچنۍ هیسکوګانې ،بېلابیل اغزن سیمونه ،سې شاخې ،شنې پردې ،بوجۍ ،پا یپونه او نورسامانونه شامل دی چې امنیتي پوستو د غښتلتیا لپاره به په امنیتي پوستو وویشل شي .
د ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال صابر ارین وویل، دوی پلان کې لري، چې په هره میاشت کې شپږ پوستې پیاوړې کړي، چې تر ټولو وړاندې به دواب او وانت وایګل ولسوالیو ته لومړیتوب ورکړي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments