نورستاني میرمنې لکه دنورو افغانانو په څیر دسولې ارمانجنې دي

comments 0

5 Views

هندوکش_نورستان: دوی وایي که سوله او امنیت وي هیواد به یې پرمختګ وکړي ، جنګ له ورانۍ او وژنو بل څه نه لري ، له وسلوالو غواړي چې سوله وکړي او له جنګ جګړو څخه لاس واخلې .
دهیواد هر وګړی دسولې غوښتونکی دی ، دوی وایي که هرڅوک ورته دسولې لپاره وړاندیز کوي دوی یې هرکلی کوي .
نورستاني ښځې هم دنورو افغان ښځو په څیر دسولې غوښتونکې دي ، دوی وایې که سوله اوامنیت وي دوی به هم لکه دنړۍ دنورو ښځو په شان ارام او سوکاله ژوند ولري .
شازیه چې دمرکز پارون اوسیدونکې ده وایي : سوله یې لوی ارمان دی ځکه چې دهیواد ابادي اوپرمختګ ورپورې تړلی دی ، که سوله او امنیت وي هیواد به یې پر مختګ وکړي ، نوموړې پروسلوالو غږ کوي چې له جنګ جګړو څه نه جوړیږي ، سوله وکړۍ او دهیواد په ابادۍ کې برخه واخلئ .
دپارون اړوند دماندي کلي اوسیدونکې فاطمه بیا وایي : چې جګړه دحل لار نه ده ،نوموړې هم له وسلوالو غواړي چې جنګ پرېږدې او سوله وکړي .
له جنګ ستړی افغانان دسولی غوښتونکی دی ، دوی دجګړی پر لورو غږ کوی چی له جنګ څخه لاس واخلۍ ، نور ددی هیواد دابادی لپاره خپل ځواک په کار واچوۍ نه دبربادی او ورانۍ لپاره.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments