نن په ټولو ولایتونو کې د ثبت شویو شکایتونو په اړه پرېکړه کېږي

comments 0

2 Views

هندوکش ــ کابل: د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، نن دوشنبه به په ټولو ولایتونو کې د ثبت شویو شکایتونو په اړه پرېکړه وشي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په ۲۸ ولایتونو کې خپل کار پای ته رسولی خو په پاتې ۶ هغو کې د شکایتونو په اړه د پرېکړو بهیر به تر سبا بشپړ شي.
د دې کمېسیون یو کمېشنر سید قطب الدین رویدار که څه هم په دې ولایتونو کې د شویو پرېکړو په اړه جزییات نه ورکوي، خو زیاتوي، تر اوسه نږدې ۳ زره محلونه بیا شمېرنې ته تللي.
ننګرهار، کابل، کندهار، خوست، پکتیا او هلمند هغه ولایتونه دي چې لا یې د شکایتونو په اړه پرېکړه نه ده شوې خو ښاغلی رویدار وايي، بې له شکه چې په دې ولایتونو کې به هم یو شمېر محلونه له سره وشمېرل شي.
د افغانستان د ټاکنو قانون له مخې، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته په ولایتونو کې د شکایتونو د څېړنې او په اړه یې د پرېکړې کولو لپاره ټاکل شوی ۱۵ ورځنی وخت سبا دوشنبه پای ته رسېږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments