نن طالبان د امریکایانو سره د سولې تړون لاسلیکوي

comments 0

6 Views

هندوکش ــ قطر: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو به په قطر کې له طالبانو سره د سولې د موافقې د لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړي. دا خبره د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې کړې ده.
بلخوا په قطر کې یو طالب ویاند هم وايي، تمه ده چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شي.
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین ویلي، دا موافقه به د طالبانو په استازیتوب د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر لاسلیک کړي خو تر اوسه روښانه نه ده چې د امریکا له لوري به یې د سولې ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد لاسلیکوي او که بلڅوک.
نوموړي دا هم ویلي چې په دې مراسمو کې د شاوخوا ۳۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران یا استازي ګډون وکړي. د موافقې د لاسلیک نېټه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړې.
عزت تبیان

Share this page to Telegram

Comments