نن د پښتونخوا په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه ده

comments 0

7 Views

هندوکش ــ پښتونخوا: پښتون ژغورنې غورځنګ نن (د جنورۍ دولسمه) بنو په جلسه کې د پښتنو پر ځمکو د قبضې، د هدفي وژنو ودرولو او يو ځل بيا د طالب وسله والو راڅرګندېدو مسايل راپورته کوي.
دا غورځنګ نن د بنو په ریاض یا منډان پارک کې جلسه کوي. د دې غورځنګ مشر منظور پښتین د جنورۍ پر ۱۱ وویل ټاکل شوې چې په دې جلسه کې به له حکومته د ماورای عدالت وژنو څیړلو لپاره د شفافه کمیشن جوړېدنې، په پوځي عملياتو کې خلکو ته د ځاني او مالي زيان د ازالې او همداراز پر ځمکو د امنيتي ځواکونو د قبضې خبره راپورته کوي.
منظور پښتین زیاته کړه چې همداراز د ارمان لوڼي په وژنې او خړ کمر پېښه کې انصاف غواړي.
پښتون ژغورنې تحریک غړي د حکومتي او امنيتي پاليسو خلاف له څه مودې احتجاج کوي. دا مظاهرې له تېرو څو مياشتو قرار شوې وي او غټې جلسې نه کېدلې. خو اوس دوی بيا د زرګونو خلکو راغونډولو لپاره مټې رابډوهلي دي.
دوی وایی حکومت او امنيتي ځواکونو په قبايلي ضلعو کې د ماينونو پاکولو او هدفي وژنو مخنيوي لپاره خپلې کړې وعدې نه دې پوره کړي.
د پښتون ژغورنې غورځنک مشر منظور پښتین په دې اړه مشال راډيو ته وويل چې ځيني په زور لادرکه کړل شوي کسان خپلو کورونو ته ستانه شوي خو دوی غواړي د امنيتي ځواکونو سره موجود ټول غېب کړل شوي کسان دې يا عدالتونو ته وړاندې شي او يا هم خپلو خپلوانو ته وسپارل شي.
د پاکستان حکومت وايي چې دوی د غېب کړل شوو کسانو د مسلې د حل لپاره يو کمېشن جوړ کړی دی. پوځ بيا وايي چې دوی د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې قرباني ورکړې چې پښتون ژغورنې غورځنګ له پامه غورځولې ده. امنيتي ځواکونو د دې غورځنګ ګڼ غړي په دې تور نيولي چې دوی خلک د رياست خلاف راپاڅوي خو د دغه تحريک غړي دا نه مني او وايي دوی د پښتنو لپاره خپل حق غواړي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments