نن د پولیو ضد واکسین دوهم پسرلنی پراو پیل شو!

comments 0

0 Views

د عامې روغتیا وزارت وايي، د ګوزڼ یا پولیو ضد د واکسین دوهمه پسرلنی دوره نن 25/02/1369په ټول افغانستان کې پیلېږي.
نوموړی وزارت پرون په یوې اعلامیه کې وویل، په دې درې ورځنۍ دوره کې به د ټول هېواد په ګوت،ګوت کي نهه نیم میلیون ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکول کېږي.
دا خبره په داسي حال کی اعلانیږی چي د روان میلادي کال له پیل راهیسې په کندهار، هلمند او کندز کې د ماشومانو د ګوزڼ درې پېښې ثبت شوي دي.
باید ووایو چي افغانستان،پاکستان او نایجیریا د نړۍ هغه درې هېوادونه دي چې لاهم په کې پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي موجوده ده.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply