ننګ : دجرمني د درملوک کمپني کارکونکي افغانستان ته رارسیدلي

comments 0

488 Views

هندوکش – کابل: د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د درملوګ په نامه د هغه جرمني شرکت، چې د افغانستان تېرو ولسمشریزو ټاکنو ته یې بایومټرېک الې برابرې کړې وې، دوه تنه بهرني انجینران کابل ته رسېدلي دي.
د یاد کمېسیون د دارالانشا مشر حبیب الرحمن ننګ ویلي، اوس به مرکزي سیستم ته د ټولو رایو د ور ګډولو چاره چټکه شي.
له تېرو څو ورځو راهیسې د ټاکنو نوماندانو او یو شمېر بهرنیو سفارتونو اندېښنه ښودله چې له بایو مټرېک الو مرکزي سرور یا سیستم ته د رایو د لېږدولو چاره پڅه روانه ده.
داسې اندېښنې هم وې چې ښایي د دې ستونزې له کبله په ټاکنو کې درغلۍ او لاسوهنې ته لاره هواره شي. خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، دا ستونزه یوازې تخنیکي وه او د بهرنیو انجینرانو له ور رسېدو سره به په څو ورځو کې ټولې رایې مرکزي سیستم ته ور ګډې شي.
په دي ورستیو کي يولړنوماندانود بایومټریک د دستکاو د ورکیدو خبرداري ورکړي چي د درغلیو کچه به زیاته وي.
دننګ په وینا ددغو انجینرانو په راتک به دغه ټولي ستونزي حل شي او د درغلیو مخه به ونیول شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments